د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معين معرفي شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معين معرفي شو
د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب مولوي عبدالولي حقاني چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د معين په توګه ټاکل شوی و؛ د دغه وزارت مسؤلينو او کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
دغه مراسم چې نن شنبه (رمضان المبارک ۱۳مه/ وري ۴مه) د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شول، په کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب او د دغه وزارت معينانو او رئیسانو ګډون کړی و.
په غونډه کې مولوي سیف الدین تائب د عامې روغتیا وزارت د نوي مرستیال د تقرر په اړه د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالی حکم ولوست او نوی مرستیال يې يو نيک، پرهېزګاره او تجربه لرونکی شخصيت وباله.
همدا راز د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وویل؛ اسلامي امارت یو ټول شموله نظام دی او له خپل لوري يې ټول ولس ته د معياري روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معين مولوي عبدالولي حقاني د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی له باور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په وینا يې چې هڅه به وکړي چې ولس ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اساسي اقدامات ترسره کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.