د چارو ادارې لوی رياست اړوند ودانيو کې شپږ ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د چارو ادارې لوی رياست اړوند ودانيو کې شپږ ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې


د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو ساتنې او څارنې رياست له لوري د کابل په دارالامان ماڼۍ، پارلمان ودانۍ، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټيټيوټ او تخنيک او ټرانسپورټ رياست کې د شپږو ژورو څاګانو د کيندنې چارې چې څه موده مخکې پيل شوې وې؛ بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ا څاګانې چې څلوېښت ورځې مخکې يې د کيندنې چارې پيل شوې وې، څو ورځې وړاندې بشپړې شوې چې نن د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور په لاس پرانيستل شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ودانيو د ساتنې او څارنې رياست د مسؤلينو په وينا دا ژورې څاګانې د چارو ادارې اړوند ودانیو کې اړتيا ته په کتو او په دې ودانیو کې د شنو ساحو د اوبه کولو لپاره کېندل شوي، ترڅو دا ساحې زرغونې او ابادې وساتل شي.
دا څاګانې چې د څلوېښت ورځو په موده کې بشپړې شوې؛ ۲۵۰ متره ژوروالی لري او دوه ميليونه افغانۍ بودجه ورته د چارو ادارې لوی رياست له عادي بودجې څخه ورکړل شوې ده.