د ریاست الوزراء د هدایت د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزراء د هدایت د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري د مالیې، عامې روغتیا او د رحمت روغتون استازو په ګډون د رحمت روغتون د مالیاتو د ورکړې په اړه د ریاست الوزراء د هدایت تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن چهارشنبه (رمضان المبارک ۱۰مه /۱۴۰۳ وري لومړۍ) د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه، په کې د "رحمت روغتون" د مالیاتو د ستونزو حل په اړه بحث وشو او ګډونوالو خپل نظريات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد وویل د اسلامي امارت تل هڅه کوي تر څو د هېواد سوداګرو ته د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې.

ورپسې د مالیې او عامې روغتیا وزارتونو او د رحمت روغتون استازو د مالي معافیت ترلاسه کولو او نه ترلاسه کولو په اړه خپل دلایل او سندونه وړاندې کړل.

په پای کې انجنیر احمد ضیاء خالد پرېکړه وکړه چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی او د ریاست الوزراء مقام د حکم د صدور نېټې له مخې رحمت روغتون په مالي معافیت کې نه شامليږي.

دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.