د استخباراتو لوی رياست د ډېزل تېلو د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته وشوه

د استخباراتو لوی رياست د ډېزل تېلو د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د استخباراتو لوی رياست د وسايطو او جنراتورونو اړتيا وړ دوه قمله تېل(پټرول او ډېزل) د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته د داوطلبو شرکتونو د استازو په وړاندې د دغې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دغه غونډه نن سه شنبه (رمضان المبارک ۹مه/کب ۲۹مه) جوړه شوې وه په کې د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رئيس مولوی نورالحق جرير وويل ګټونکي شرکتونه دې د پروژو په تطبيق کې د الله تعالی او ملت رضا په نظر کې ونيسي او د اسلامي امارت د تدارکاتو له اصولو سره سم دې چارې پرمخ يوسي.
نوموړي زياته کړه د افر پرانيستې په غونډو کې هغه څوک ګټونکي بلل کېږي چې د سندونو او شرایطو په تکميل کې کومه ستونزه ونه لري او له مخکنيو معتبرو کاري فعاليتونو څخه برخمن وي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.