ننګرهار کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو

ننګرهار کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو
د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست د ښاري حکومتولۍ رياست له لوري په ننګرهار ولایت کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو چې په کې د ولایت مقام استازي، د ننګرهار ښاروال، د بېلابېلو امارتي ادارو مسؤلينو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ګذر وکيلانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د ننګرهار ښاروالۍ او د اړوندو ولايتي ادارو مسؤلينو له لوري د ښاروالۍ، اقتصادي، فرهنګي، چاپيريال ساتنې، ښې حکومتولۍ، امنيت او نورو برخو کې معلومات وړاندې شول او په دې ولایت کې وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې له ولسونو سره شريکې شوې.
همدا راز د ولسي خلکو له لوري په دې ولایت کې د حکومتولۍ په اړه پوښتنې او ستونزې له مسؤلينو سره په مخامخ توګه شريک شول او مسؤلينو ورته د حل ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ولسونو د اسلامي امارت دا ډول پروګرامونه د ولس او نظام ترمنځ د واټن کمولو په برخه کې اغيزناک وبلل او په وينا يې چې دا ډول پروګرامونه کولی شي چې د خلکو او ولس ترمنځ همغږي او تړاو زيات کړي او د ولس ستونزو ته په وخت او ښه توګه رسېدنه وشي.
د يادونې وړ ده چې د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست «د ښاري خبرو اترو» پروګرام پیل کړی دی چې له مخې يې په ولايتونو کې غونډې جوړيږي، ولسي خلک په مستقيمه توګه خپلې ستونزې له مسؤلينو سره شريکوي او د حل لارې يې برابريږي.