د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۳ کال لپاره د دې وزارت د اړتیا وړ ۱۳ قلمه حبوباتو پروژې له نهو لاټو څخه څلورم لاټ چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/MoD/1403/NCB/G-009 ده لاندې شرکت ته ورکړې:

څلورم لاټ، د لوکس ډون مدیریتي او لوژستیکي خدماتو شرکت، د جواز شمېره 69568، د داوطلب ادرس د کابل مرکز لسمه ناحیه بي ۳۰ بلاک د اریا ښارګوټي دریم فاز، مجموعي حداقل قیمت 126,894,456.80 افغانۍ او حد اکثر 169,192,607.99افغانۍ

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.