د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب په پام کې لري چې د دوو استوګنیز او سوداګریزو بلاکونو ساختماني چارو پروژه چې د (91) فامیلیو ساحه کې موقعيت لري، لومړی فاز (دوه لاټه) چې تشخیصیه نمبر یې NPA/KM/1402/W-22/NCB/Rebid دی، افغان رولکس ساختماني شرکت ته چې جواز شمېره یې D-26864 ده او ادرس یې د خوست ولایت مرکز کې د صرافانو لین د السلام پلازا دویم پوړ دی، د یادې پروژې لومړی لاټ یې په مجموعي قیمت 139،364،226 یو سلو نهه دېرش میلیونه، درې سوه او څلورشپيته زره، دوه سوه شپږ ویشت افغانۍ او دویم لاټ یې د 138,285,723 یو سلو اته دیرش میلیونه، دوه سوه پنځه اتیا زره، اوه سوه درویشت افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.