د داخلي تقنيني سندونو د څېړنې کمېټې د دوه طرزالعملونو په اړه بحث وکړ
د داخلي تقنيني سندونو د څېړنې کمېټې د دوه طرزالعملونو په اړه بحث وکړ
د چارو ادارې لوی رياست د داخلي تقنيني سندونو د څېړنې کمېټې د ا.ا.ا عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر اساس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی او د رياست الوزراء عالي مقام د فرامينو، احکامو، اوامرو او هداياتو او د بهرنيو چارو د انسجام رياست طرزالعملونو په شکلي او محتوايي اړخونو بحث وکړ.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه(رمضان المبارک۳مه/کب۲۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم له تلاوت وروسته د يادو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث وشو او ګډونوالو خپل نظريات وړاندې کړل.
په غونډه کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور وويل د داخلي تقنيني سندونو کمېټه دې د تقنيني سندونو، مقرراتو او طرزالعملونو محتوا او شکلي بڼې د څېړنې پر مهال فقهي تخريج وکړي او په دې برخه کې اداري او تخنيکي اړخونه په نظر کې ونيسي.
همدا راز مولوي عبدالباقي منصور زياته کړه، د دواړو طرزالعملونو مسودې دي له نهايي کېدو او د اړونده ارګانونو له تائيد وروسته، اړوند اداراتو ته د بيا کتنې لپاره وړاندې شي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.