کندز کې د ځنګلونو وهلو او غصب مخنيوي په اړه بحث وشو

کندز کې د ځنګلونو وهلو او غصب مخنيوي په اړه بحث وشو

د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست د رياست الوزراء د هدايت په اساس د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ځنګلونو د وهلو او غصب مخنيوي په اړه د اړوندو ادارو له استازو سره غونډه وکړه.

دا غونډه چې نن دوشنبه «رمضان المبارک لومړۍ/ کب ۲۱ مه» د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د کورنيو، بهرنيو چارو، کليو بيا رغونې او پراختيا، ملي دفاع وزارتونو، استخباراتو لوی رياست او چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو د موضوع په اړه بحث وکړ.

په غونډه کې د يادو ادارو استازو د ځنګلونو د غصب، وهلو او نورو ځایونو ته د خلکو د لېږدولو په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ چې يو پلاوی دې کندز ولایت ته سفر وکړي او له سيمه دې له نږدې وګوري.
د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس پرېکړه وکړه چې له یادې ساحې د تخلیې او بل ځای ته د خلکو د انتقال لپاره دې د پخواني هیئت راپور دقیق وکتل شي او پرېکړه دې د ادارو له استازو سره شریکې شي.

نوموړي زياته کړه چې د موضوع د لا ښه وضاحت او عادلانه پرېکړې لپاره دې له اړوندو ادارو څخه یو پلاوی کندز ولايت ته سفر وکړي او د لیدنو کتنو پایلې به د تصمیم نیونې په موخه د ریاست الوزراء عالي مقام سره شریکې شي.
دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.