د سلام مخابراتي شرکت د مخابراتي سايټونو لپاره د ډېزل تيلو افر پرانيسته وشوه
د سلام مخابراتي شرکت د مخابراتي سايټونو لپاره د ډېزل تيلو افر پرانيسته وشوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د سلام مخابراتي امارتي شرکت د مخابراتي سايټونو لپاره د ډېزل تېلو د تدارکاتو پروژه د افر پرانيستې پلاوي په وړاندې او د داوطلب شرکتونو د استازو په ګډون ترسره کړه.
دا غونډه چې نن دوشنبه (رمضان المبارک لومړۍ/کب ۲۱مه) ترسره شوه، په کې د څارنې او ارزونې رئيس مولوي محمد طاووس طارق وويل؛ عدل کول د اسلامي نظام دنده او مسؤليت دی او زياته يې کړه چې په دې داوطلبيو کې به حقدار ته خپل حق سپارل کيږي او د چا حق به نه ضايع کيږي.
نوموړي وويل چې د داوطلبۍ پروسې د تدارکاتو د قانون او اصولو سره سم پرمخ ځي او په دې برخه کې به حقدارانو ته خپل حق ورکول کيږي او په وينا يې چې د تدارکاتو مسؤلين له داوطلبو شرکتونو سره د ستونزو پر مهال همکار دي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.