د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تحقق په موخه غونډه وشوه

د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تحقق په موخه غونډه وشوه

د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست د کابل ښار ذاکرین ښارګوټي چې د کابل- پروان سرک په مسیر موقعيت لري، د مالیې وزارت د نفت او ګازو امارتي شرکت ترمنځ د سړک پراخولو پروژه کې د لاندې شوې ځمکې د بدل غوښتنې په اړه د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تحقق په موخه غونډه وشوه.

دا غونډه نن یکشنبه «شعبان المعظم ۲۸مه/کب ۲۰مه» د چارو ادارې لوی ریاست کې غونډه وشوه چې پیل يې د قرآنکریم په تلاوت وشو، ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي تقنیني او قضایي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د دواړو لوریو له استازو وغوښتل چې د یادې موضوع په اړه خپل اصولي نظريات وړاندې کړي.

د نفت او ګازو امارتي شرکت او د کابل ښاروالۍ استازو د یادې موضوع په اړه خپل اصولي او حقوقي نظريات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د یادې موضوع د چارو پرمختګ په موخه د ښاري ماسټر پلان تطبیق او د خلکو ګټې لومړيتوب لري.

په پای کې مولوي عبدالباقي منصور پرېکړه وکړه چې د یادې ادارې دې د موضوع اړوند خپل اصولي او حقوقي نظرونه د وړانديز په توګه د چارو ادارې لوی ریاست حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست سره شریک کړي ترڅو د وروستي تصمیم نیونې په موخه له یادښت سره د ریاست الوزراء عالي مقام ته واستول شي.

یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.