د قرارداد د ورکړي خبرتيا

د قرارداد د ورکړي خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان ملي دفاع وزارت په استازيتوب د ۱۴۰۳ مالي کال اړتيا وړ د ملي دفاع وزارت لپاره ۳ قلمه غوښې د تدارکاتو پروژه (نهه لاټه) چې تشخصيه شمېره يې007-NPD/MoD/1403/NCB/G ده، لاندې شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.

لومړی لاټ: انعام الله برات زوی، د مالدارۍ او مرغدارۍ شرکت، چې د جواز شمېره يې55861 ده، او د کابل پغمان ولسوالۍ طولات کې موقعيت لري، په مجموعي لږ تر لږه 340,666,543.56 افغانۍ او په اکثر قيمت: 454,222,053.90 افغانۍ.

دويم لاټ: انعام الله برات زوی، د مالدارۍ او مرغدارۍ شرکت چې د جواز شمېره يې 55861 ده او د کابل پغمان ولسوالۍ طولات کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت لږ تر لږه 76,864,994.60 افغانۍ او په اکثر قيمت: 102,486,657.00 افغانۍ.

دريم لاټ: لوګر خوشي لميټډ شرکت، چې د جواز شمېره يې 1089ده او د مرکز کابل نادر پښتون په جاده کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت لږ تر لږه 94,546,505.5 افغانۍ او په اکثر قيمت: 126,062,008.65 افغانۍ.

څلورم لاټ: د هيواد کليوال د ودانيزو، سوداګريزو او لوژستيکي خدمتونو شرکت چې د جواز شمېره يې 80833 ده او د کابل مرکز، جهان ټاور، خوشحال خان مېنه، ديوان بيګي کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت لږ تر لږه: 99,620,942.2 افغانۍ او په اکثر قيمت:132,827,924.2 افغانۍ.

پنځم لاټ: عبدالرازق عرب زاده د لوژستيکي خدمتونو شرکت، چې د جواز شمېره يې 62195 ده‌ او د هرات مرکز ترمينال ته مخامخ موقعيت لري، په مجموعي قيمت لږ ترلږه: 74,712,824.97 افغانۍ او په اکثر قيمت: 99,617,100.53 افغانۍ.
شپږم لاټ: نورالله ملاخېل سوداګريز شرکت، چې د جواز شمېره يې 69389 ده او د بغلان پلخمري د وريژو پلورنځي مارکيټ کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت لږ تر لږه 78,497,970.60 افغانۍ او په اکثر قيمت: 104,663,958.84 افغانۍ.
اتم لاټ: نورالله ملاخېل سوداګريز شرکت، چې د جواز شمېره يې 69389 ده او د بغلان پلخمري د وريژو پلورنځي مارکيټ کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت لږ ترلږه: 57,293,888.47 افغانۍ او په اکثر قيمت: 76,375,955.04 افغانۍ.
اووم لاټ: بسم الله محمدي د ودانيزو، سرک جوړونې او لوژستيکي خدمتونو شرکت چې د جواز شمېره يې 36022 ده او د نيمروز مرکز، زرنج کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت لږ تر لږه: 70,517,994.10 افغانۍ او په اکثر قيمت: 94,023,994.15 افغانۍ.
نهم لاټ: د بدخشان شمال زمين لوژستيکي خدمتونو شرکت، چې د جواز شمېره 64295 ده، او د بدخشان مرکز فيض آباد زاړه ښار کې موقعيت لري، په مجموعي لږ تر لږه قيمت 38,555,916.24 افغانۍ او په اکثر قيمت:51,407,866.05 افغانۍ.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.