د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډسک او يا د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه تر لاسه کړي. خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرپرانيستې تر نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د تعميراتو د ساتنې او څارنې رياست د رنګمالي توکو د تدارکاتو پروژه.
تشخصيه نمبر: AOP/G/۰۲۰/۱۴۰۳/NCB
بانکي تضمین: (۹۷،۰۰۰) اوه نوي زره افغانۍ
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳/۱/۲۸ هجري لمريز له غرمې مخکې 10:00 بجې
ادرس: د تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.