ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند پروژې افر پرانيستې غونډه وکړه

ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند پروژې افر پرانيستې غونډه وکړه

د ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند د پل حسن څخه تر چهل ستون باغ پورې د سرک جوړولو پروژې افر پرانيسته د يو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو او د افر پرانيستې پلاوي په شتون کې ترسره کړه.
دغه غونډه چې نن يکشنبه (شعبان المعظم۲۸مه/کب ۲۰مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم له تلاوت وروسته د ملي تدارکاتو رياست مرستيال شيخ عبدالرحيم رحيمي د داوطلبو شرکتونو استازو ته ښه راغلاست ووايه او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې معاملې د شریعت مطابق پرمخ یوسي.

ښاغلي رحيمي همدا راز داوطلب شرکتونو ته پروژو کې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او له هغوی يې وغوښتل چې په پروژو کې د ملت ګټې په نظر کې ونیسي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.