19 کب 1402
د چارو ادارې اونيزه اداري غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې اونيزه اداري غونډه ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه«شعبان المعظم ۲۷ مه/ کب ۱۹مه» د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې له تلاوت او مقدماتي وينا وروسته د اجنډا له مخې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
په دې اداري غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال، د رياستونو رئيسان او د جانبي واحدونو مسؤلينو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د تېرو اونيزو غونډو په تعقيب د داخلي سندونو د طی مراحل په برخه کې د چټکتيا، د ادارې کارکونکو ته روغتيايي اسانتياوو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او لازم تصاميم ونيول شول.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.