د ۵۱ امارتي ادارو کارکوونکو ته «د پايلو پربنسټ د کلني پلان او راپور جوړونې ورکشاپ» پای ته ورسېد

د ۵۱ امارتي ادارو کارکوونکو ته «د پايلو پربنسټ د کلني پلان او راپور جوړونې ورکشاپ» پای ته ورسېد
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او ارزونې رياست له لوري د ۵۱ امارتي ادارو څه باندې ۱۰۰ تنو کارکوونکو ته «د پايلو پربنسټ د کلني پلان او راپور جوړونې ورکشاپ» چې درې يې ورځې دوام وکړ؛ پای ته ورسېده.
دا ورکشاپ چې د تېرې يکشنبې په ورځ«شعبان المعظم ۲۱مه/ کب۱۳ مه» پيل شوی و، په کې د ياد شمېر امارتي ادارو د پلان او پاليسۍ رئيسانو او راپور ورکولو مسؤلينو او آمرينو ته د پلان جوړونې او راپور ورکولو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د دې روزنيز پروګرام په پرانيستغونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني او د څارنې او ارزونې رئيس مولوي محمد طاووس طارق هم برخه اخيستې وه او د دې ورکشاپ ګډونوالو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.
د څارنې او ارزونې رياست د مسؤلينو په وينا دا رزونيز ورکشاپ د هر کال په وروستيو کې د اړوندو ادارو د پلان او پاليسۍ مسؤلينو او کارکوونکو لپاره جوړيږي، ترڅو د راتلونکي کال لپاره د پلان جوړونې او راپورو ورکولو په برخه کې ورڅخه ګټه واخلي.
د ياد رياست د معلومات له مخې په دې ورکشاپ کې «د پايلو پر بنسټ د کلني پلان فارمټ، ربعوار راپور، کلني راپور، د عمده، بشپړ شويو، ترکار لاندې، ناپيل شويو، ځنډېدلو او د ټولو پلان شويو فعاليتونو د شمېر او اوسط په اړه، د درې مياشتنيو اجرااتو او لاسته راوړنو» او يو شمېر نورو برخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.