د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه

د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه


د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت د مرکز او ولاياتو د سب سټېشنونو د ساتنې او څارنې او ريزرف د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن سه شنبه(شعبان المعظم۲۳مه/کب ۱۵مه) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو رياست د دفتر آمر مولوي احمدالله نظامي د شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او ويې ويل چې شرکتونه دې خپل مسؤليت په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي.


ښاغلي نظامي د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د آفر پرانيستې پروژې په شفاف ډول ترسره کيږي او له شرکتونو څخه يې وغوښتل چې د پروژو پلي کولو کې دې ملي ګټې په نظر کې ونيسي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.