جوزجان کې د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د اجارې ورکولو پر څرنګوالي د همغږۍ غونډه وشوه

جوزجان کې د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د اجارې ورکولو پر څرنګوالي د همغږۍ غونډه وشوه

په جوزجان ولایت کې د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د اجارې ورکولو پر څرنګوالي د همغږۍ په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست له لوري د مالیې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د اصلاح شویو بذري تخمونو او زراعتي خدماتو امارتي شرکت استازو په ګډون غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن دوشنه «شعبان المعظم ۲۲مه/کب ۱۴مه» د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه، د قرآنکریم تلاوت وروسته د چارو ادارې د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د ادارو له استازو وغوښتل چې د یادې ځمکې د اجارې ورکولو د څرنګوالي په اړه خپل واړندیزونه وړاندې کړي.

د ماليې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د اصلاح شویو بذري تخمونو او زراعتي خدماتو امارتي شرکت استازو د يادې موضوع په اړه خپل حقوقي او تخنیکي وړاندیزونه وړاندې کړل.

په پای کې مولوي عبدالباقي منصور د ادارو له استازو څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه دې په کتبې بڼه د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست ته راولېږي تر څو يې ياداشت ترتيب او د وروستۍ پرېکړې لپاره د ریاست الوزراء عالي مقام ته ولېږل شي.

دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.