د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې لسمه غونډه ترسره شوه

د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې لسمه غونډه ترسره شوه

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې لسمه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون د چارو ادارې لوی رياست په مرمرينې ماڼۍ کې ترسره شوه.

دغه غونډه نن دوشنبه «شعبان المعظم ۲۲مه/کب ۱۴مه» د قرانکریم په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال په خپله وينا کې د قراردادونو د تصفيې او تفکيک پروسې پر چټکتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د نظر اختلاف رحمت دی ځکه چې حقوق په اختلافي نظرياتو کې په ښه ډول څرګنديږي او هر څوک حق لري چې د چارو د لا سمون په موخه خپل نظريات وړاندې کړي.

د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې د دارالانشاء غړو د يو شمېر (ودانیزو، اجناسو او خدماتو) پروژو په اړه چې له قراردادونو پرته ترسره شوي دي؛ په اړه يې د شريعت د احکامو او قوانينو په رڼا کې خپل معلومات وړاندې کړل او په دې اړه لازم تصاميم ونیول شول.

د قراردادونو د تفکيک او تصفیې کمیټه د هغو پروژو د قراردادونو تفکيک او تصفيه کوي چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته یې د تدارکاتو او تادیاتو بهیر ځنډول شوی وي.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د څارنې او ارزونې رياست تر څارنې لاندې يو پلاوى دې د اړوندو ادارو د استازو په ملتيا له اصولو سره سم اسناد او ساحه وڅېړي او پايلې دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.