د قرارداد د ورکړي خبرتيا

د قرارداد د ورکړي خبرتيا
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان ملي دفاع وزارت په استازيتوب د ملي اسلامي اردو، ساحوي قول اردوګانو او مرکزي جزوتامونو او قطعاتو د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د اړتيا وړ ۱۲قلمه ترکاري بابو د تدارکاتو پروژه (نهه لاټه) چې تشخصيه شمېره يې NPD/MoD/1403/G-10/NCBده، لاندې شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.
لومړی لاټ:
د محب فيضي د سرک جوړولو او لوژستيکي خدمتونو شرکت چې د جوازه شمېره يې
D-01-2027ده، د بلخ ولايت مرکز مزار شريف بخدي کارته، لږ ترلږه قيمت83,205,483.85 (درې اتيا ميليونه، دوه سوه پنځه زره، څلور سوه درې اتيا اعشاريه پنځه اتيا افغانۍ) او په اکثر قيمت 110,940,645.52(يو سلو لس ميليونه، نهه سوه څلويښت زره، شپږ سوه پنځه څلويښت، اعشاريه دوه پنځوس افغانۍ)
دويم لاټ: عرب وفا لوژستيکي شرکت چې د جواز شمېره يې D-02-1304 ده، د جلال اباد مرکز د عربانو ګولايي، وفا مارکېټ، رئيس خان کوڅه، د مېوې منډوي شاته، پنځمه ناحيه،لږ تر لږه قيمت 24,286,482.80 (څلورويشت ميليونه، دوه سوه شپږ اتيا زره، څلور سوه دوه اتيا، اعشاريه اتيا افغانۍ) او په اکثر قيمت 32,381,976.90 (دوه ديرش ميليونه، درې سوه يو اتيا زره، نهه سوه شپږ اويا، اعشاريه نوي افغانۍ)
دريم لاټ: ارمان سپين غر لوژستيکي او توليدي شرکت چې د جواز شمېره يې D-06-114 ده، د خوست مرکز محمدجان پلازه کې موقعيټ لري، لږ تر لږه قيمت يې 27,076,780.86 (اوه ويشت ميليونه، شپږ اويا زره، اوه سوه اتيا اعشاريه شپږ اتیا افغانۍ)، اکثر قيمت 36,102,374.02 (شپږ ديرش ميليونه، يو سلو دوه زره، درې سوه څلور اويا اعشاريه دوه افغانۍ)
څلورم لاټ: فضل الهي لوژستيکي شرکت چې د جواز شمېره يې 63864 د کندهار د دو راهي لومړۍ کوڅه ۱۴ نمبر کور کې موقعيت لري، لږ ترلږه قيمت يې 23,072,527.65 (درويشت ميليونه، دوه اويا زره، پنځه سوه اوه ويشت، اعشاريه پنځه شپېته افغانۍ) او اکثر قيمت 30,763,370.40 (ديرش ميليونه، اوه سوه درې شپېته زره، درې سوه اويا، اعشاريه څلوېښت افغانۍ.)
پنځم لاټ: د عبدالقيوم انوري لوژستيکي خدمتونو شرکت چې د جواز شمېره يې D-07-141 ده، د هلمند مرکز لشکرګاه، ننګرهار جاده لومړۍ ناحيه کې موقعيت لري، لږ ترلږه قيمت 19,538,463.2(نولس ميليونه، پنځه سوه اته ديرش زره، څلور سوه درې شپېته، اعشاريه دوه افغانۍ)، په اکثر قيمت 26,051,284.25 (شپږ ويشت ميليونه، يو پنځوس زره، دوه سوه څلور اتيا، اعشاريه پنځه ويشت افغانۍ.)
شپږم لاټ: کشمي فرهمند لميټډ شرکت چې د جواز شمېره يې 10655-0101 مرکز کابل، څلورمه ناحيه، د تايمني دريم سړک د وزير آباد پروژه کې موقعيت لري، په لږ تر لږه قيمت 24,323,205.31 (څلورويشت ميليونه، درې سوه درويشت زره، دوه سوه پنځه، اعشاريه يو دېرش افغانۍ)، په اکثر قيمت 32,430,940.09 (دوه ديرش ميليونه، څلور سوه ديرش زره، نهه سوه څلوېښت، اعشاريه صفر نهه افغانۍ.)
اوم لاټ: د عبدالقيوم انوري لوژستيکي خدمتونو شرکت چې د جواز شمېره يې D-07-141 ده، د هلمند مرکز لشکرګاه، ننګرهار جاده لومړۍ ناحيه کې موقعيت لري، په اقل قيمت18,531,775.7(اتلس ميليونه، پنځه سوه يو ديرش زره، اوه سوه پنځه اويا، اعشاريه اوه افغانۍ) په اکثر قيمت 24,709,034.00 (څلورويشت ميليونه، اوه سوه نهه زره،څلور دېرش افغانۍ.)
اتم لاټ: نورالله ملاخيل تجارتي شرکت چې د جواز شمېره يې 69389 ده، د بغلان پلخمري د ورېژو مارکيټ کې موقعيت لري،لږ تر لږه قيمت يې 15,785,405.38( پنځلس ميليونه، اوه سوه پنځه اتيا زره، څلور سوه پنځه اعشاريه اته ديرش افغانۍ)، په اکثر قيمت 21,047,206.60 ( يوويشت ميليونه، اوه څلوېښت زره، دوه سوه شپږ اعشاريه شپېته افغانۍ.)
نهم لاټ: د شمال زمين بدخشان لوژستيکي خدماتو شرکت چې د جواز شمېره يې 64295 بدخشان مرکز فيض آباد، د فيض اباد زوړ ښار کې موقعيت لري، په لږ ترلږه قيمت 12,462,670.27(دولس ميليونه، څلور سوه دوه شپېته زره، شپږ سوه اويا اعشاريه، اوه ويشت افغانۍ)، په اکثر قيمت 16,616,892.76 (شپاړس ميليونه، شپږ سوه شپاړس زره، اته سوه دوه نوي اعشاريه شپږ اويا افغانۍ.)

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.