د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب د افغانستان برښنا شرکت د کانکريټي او اوسپنې پايو د توليد دوه لاټه پروژې لپاره د اړتیا وړ ۸ قلمه خام موادو، د میتربکس د ویرنګ لپاره د ۲۸ قلمه تجهیزاتو او د براکټ د تولید لپاره د ۲۲ قلمه اوسپنیزو موادو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/DABS/1402/G-036/NCB ده، مجتبی علي سرکسازۍ او ساختماني موادو د تولید شرکت چې د جواز شمېره یې D-27345 ده او ننګرهار ولایت جلال اباد ښار مرکز د تالاشۍ چوک کاروان پلازې دویم منزل ۵ اطاق کې موقعیت لري، په مجموعي قيمت 2,313,330 (دوه میلیونه، درې سوه دیارلس زره، درې سوه اوه دېرش) افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوه ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.