د کارموندنې خبرتيا

د کارموندنې خبرتيا
د چارو د ادارې لوې ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره، کار اهل کار ته د سپارلو او د یوې سالمې او مسلکي ادارې د جوړولو په موخه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې (۹۱) خالي مرکزي او ولایتي بستونه اعلانوي.
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنې فورمې د ۱۳/کب/۱۴۰۲ نېټې څخه تر ۲۳/کب/۱۴۰۲ پورې د هارډ کاپي په ډول له لاندې ادرسونو څخه ترلاسه کړئ.
په مرکز کې: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه چې د دارالامان په سړک د سناتوریم په کوڅه کې موقعیت لري؛ ترلاسه کړئ.
په ولایتونو کې: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ولایتي دفترونو څخه.
دغه راز په شرایطو برابر کسان کولای شي د غوښتنې فورمې له لاندې لېنک نه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې د PDF په توګه چې حجم یې له ۵ MB زیات نه وي دغه برېښنا لیک recruitment.arcsa@aop.gov.af ته واستوي.
یاددښت: د لوړو زده کړو وزارت له خوا د تایید شوو تحصیلي اسنادو او د تذکرې کاپي حتمي دي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۹
د اعلان شوو بستونو جدول

د غوښتنې فورمه