ملي تدارکاتو رياست د افغان ټيلي کام د جنراټورونو او سولرو پروژې افر پرانيسته وکړه

ملي تدارکاتو رياست د افغان ټيلي کام د جنراټورونو او سولرو پروژې افر پرانيسته وکړه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت لپاره د ۵۰۰ پايو جنراټورونو او ۷۰۰ سولرو د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته ترسره کړه.

دغه غونډه نن يکشنبه(شعبان المعظم۲۱مه/کب ۱۳مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په پيل کې د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت اداري رئيس مولوي احسان الله صديقي وويل د افر پرانيستې ټولې پروسې شفافې دي او ډاډ يې ورکړ چې په دې برخه کې به د هيچا حق نه ضايع کيږي او د شرکتونو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه کيږي.

په غونډه کې د ملي تدارکاتو رياست د دارالانشاء آمر مولوي محمد اعظم شعيب د داوطلبو شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افر پرانيستې پروژې په شفاف او عادلانه توګه ترسره کيږي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.