د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د داو طلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپانې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډسک او يا د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه تر لاسه کړي. خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرپرانيستې تر نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د تخنيک او ترانسپورټ رياست لپاره د اړتيا وړ روغنياتو، فلټرباب او رنګونو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/013/1403/NCB
بانکي تضمين: ۹۲،۰۰۰ (دوه نوي زره افغانۍ)
د افر پرانستي غونډه: 1403 کال د وري 14مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ادرس: د تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.