د ملي دفاع وزارت د ۹ قلمه تطهيريه موادو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه

د ملي دفاع وزارت د ۹ قلمه تطهيريه موادو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت اړوند ۹ قلمه تطهيريه موادو پروژې افر پرانيسته د شاوخوا ۳۵ داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه.
په دې اړه غونډه چې نن پنجشنبه(شعبان المعظم ۱۸مه/ کب ۱۰ مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په کې د بشري سرچينو رئيس مولوي نورالحق جرير، ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو او داوطلبو شرکتونو استازو ګډون کړی و.
غونډې ته په وينا کې ښاغلي مولوي نورالحق جرير وويل چې داوطلب شرکتونه بايد خپل کارونه په اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي او په وينا يې چې په اخلاص او امانتدارۍ سره په مال کې برکت راځي او په دې کې د دنیا او اخرت خير دی.
د افر پرانيستې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.