د رياست الوزراء مقام لسګونه کارکوونکو ته د تدارکاتو برخه کې روزنه ورکړل شوه

د رياست الوزراء مقام لسګونه کارکوونکو ته د تدارکاتو برخه کې روزنه ورکړل شوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو انسټيټوټ له لوري د رياست الوزراء عالي مقام، اړوندو معاونيتونو او د دفتر لوی رياست له بېلابېلو رياستونو څخه ۴۰ تنو کارکوونکو ته د تدارکاتو په برخه کې څلور ورځنی روزنيز پروګرام نن پای ته ورسېد.

د دې پروګرام پای غونډه چې نن چهارشنبه(شعبان المعظم ۱۷مه/کب ۹ مه) د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه په کې د رياست الوزراء مقام د بشري سرچينو رئيس مولوي محمد داود محمدي وويل اسلام موږ ته د لاډېرو زده کړو ترلاسه کولو امر کړی دی او زياته يې کړه چې هر مسؤل کارمند بايد پخپل ورسپارل شوي مسؤليت کې لا نورې زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړي.

ښاغلي محمدي د ملي تدارکاتو انسټیټوټ له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې هڅې کوي او د دا ډول نورو روزنيزو پروګرامونو جوړولو هيله يې څرګنده کړه.
دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و؛ د خير په دعا پای ته ورسېده.