د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې (اترا) په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د اترا ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ زېربنايي اداره (ICT Infrastructure) دوه لاټه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/ATRA/1402/NCB/G-54
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې درج شوی مبلغ.
د افر پرانيستې غونډه: 1403 کال د وري 4 مه 9:00 بجې له غرمې مخکې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding2@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.