د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د استخباراتو لوی رياست په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د استخباراتو لوی رياست د وسايطو او جنراتورونو لپاره د اړتيا وړ دوه قلمه تېل او ډېزلو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/GDI/1403/NCB/G-001
بانکي تضمين: 8,000,000 (اته میلیونه افغانۍ)
د افر پرانيستې غونډه: 1402 کال د کب 23 مه 9:00 بجې له غرمې مخکې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding1@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.