د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې نهمه غونډه وکړه

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې نهمه غونډه وکړه

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې نهمه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري معاون مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

دغه غونډه نن دوشنبه «شعبان المعظم ۱۵مه/کب ۷مه» د قرانکریم په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال په خپله وينا کې ټینګار وکړ چې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک په پروسه کې دې لا چټکتیا رامنځته شي او زياته يې کړه چې قراردادونه دې په پوره شفافیت وڅېړل شي.

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې غړو د درې ودانيزو پروژو د قراردادونو د حل لپاره خپلې موندنې او وړاندیزونه د کمېټې رهبرۍ سره شریک کړل او د شریعت د احکامو او قانون په رڼا کې اړین تصامیم ونیول شول.

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټه د هغو قراردادونو تصفیه او تفکیک کوي چې د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته يې تدارکاتي پروسې ځنډیدلي دي.

دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تصفیې او تفکیک کمېټې راتلونکې غونډې ته د نورو مختلفو پروژو نوملړ وړاندې شي.

یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.