ملي تدارکاتو رياست د برښنا شرکت اړوند پروژې افر پرانيستې غونډه وکړه

ملي تدارکاتو رياست د برښنا شرکت اړوند پروژې افر پرانيستې غونډه وکړه

د ملي تدارکاتو رياست د برېښنا شرکت اړوند د ( Stringing Commissioning testing – and Remaining Work of Ghazni-Khandahar Transmission line ,lot -1) پروژې افر پرانيسته د يو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره کړه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه (شعبان المعظم۱۴مه/کب ۶) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم له تلاوت وروسته د ملي تدارکاتو رياست مرستيال شيخ عبدالرحيم رحيمي وويل په داوطلبیو کې هغه شرکتونه ګټونکي دي چې ټول اسناد يې بشپړ وي او د تدارکاتو اصول مراعت کړي.

ښاغلي رحيمي همدا راز ټینګار وکړ چې ګټونکي شرکتونه نه يواځې دا چې خپلې ګټې په نظر کې ونيسي بايد د خلکو ګټو ته هم لومړيتوب ورکړي.

دا غونډه د خير په دعاسره پای ته ورسېده.