۷ ولایتونو کې لسګونه بستونه د ازادې سيالۍ له لارې اعلان شوي دي

۷ ولایتونو کې لسګونه بستونه د ازادې سيالۍ له لارې اعلان شوي دي
د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په لوګر، تخار، کندز، زابل، ميدان وردګ، هرات او بلخ ولايتونو کې ۴۱ بستونه د ازادۍ سيالۍ له لارې اعلان کړي دي چې نږدې ۵۰۰ تنو ورته نوم ليکنه کړې ده.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤلينو د معلوماتو له مخې ياد بېلابېل بستونه چې د عامې روغتيا، کور او ښار جوړولو وزارتونو، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او ښارواليو ولايتي رياستونو اړوند دي؛ نږدې ۵۰۰ تنو ورته نومليکنه کړې چې له جملې يې ۳۲۵ تنه په شرايطو برابر بلل شوي دي.
د يادې ادارې د مسؤلينو په وينا، په نږدې راتلونکي کې به په شرايطو برابر کسان چې شارټ ليست شوي دي؛ ازموينه به يې ترسره شي.
د يادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره د بېلابېلو امارتي ادارو د ملکي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينې ترسره کوي چې له همدې لارې بريالي شوي کانديدان په اړوندو بستونو کې په دندو ګمارل کيږي.