د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: ۱۴۰۳ کال کې د ملي دفاع وزارت لپاره د اړتیا وړ د ۹ قلمه تطهیریه موادو د تدارکاتو پروژه
د افر پرانیستې غونډه: د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې ۱۰مه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې

د اړیکې شمېره: 0202143274
برښنالیک: bidding1@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.