«تېره اونۍ تر ۱۰۰ تنو زيات په بېلابېلو امارتي ادارو کې په دندو ګمارل شوي»

«تېره اونۍ تر ۱۰۰ تنو زيات په بېلابېلو امارتي ادارو کې په دندو ګمارل شوي»

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست مسؤلين وايي؛ د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې د دې ادارې د ولايتي دفترونو د کارپوهانو په همکارۍ په نهه ولايتونو (بلخ، فراه، فاریاب، بامیان، تخار، کندز، میدان وردګ او سمنگان او سرپل) کې تر سلو زيات کانديدان په مختلفو امارتي ادارو کې په دندو ګمارل شوي دي.

د دوی په وينا ياد کسان په ۸-۳ بستونو کې مقرر شوي چې د پوهنې، عامې روغتيا، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د ولاياتو د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياستونو کې به خپلې دندې پرمخ وړي.

د یادونې وړ ده چې د ګمارنو دا لړۍ چې په ولاياتونو کې دوام لري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤلينو په وينا له کانديدانو څخه ازموينه اخيستل کيږي او د خپلې وړتيا له مخې بريالي کسان په اړوندو بستونو ګمارل کېږي.