د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې اتمه غونډه ترسره شوه

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې اتمه غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ د قراردادونو د تصفيې او تفکيک کمېټې اتمه غونډه جوړه شوه چې پکې د دریو ودانيزو پروژود مالي تاديو په څرنګوالي، د کار پرمختګ او د کار د ځنډ مخنيوي په اړه بحث وشو.

دا غونډه دوشنبه (شعبان المعظم اتمه/ سلواغې۳۰مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پیل یې د قرانکریم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې مالي او ادارې مرستيال وویل مسؤلین باید د حق الله ترڅنګ د خلکو حقوق هم په پام کې ونیسي او د چارو د پرمخ وړلو لپاره دې د کار د کمیت تر څنګ کیفیت ته هم پام وکړي.

همدارنګه د غونډې ګډونوالو د يادو پروژو په اړه خپل تخنيکي نظريات شریک کړل او په اړه يې هر اړخيز بحث وشو.
په پای کې د کمېټې غړو وړاندیز وکړ چې د اړوندو ادارو څخه دې یو هیئت د دې پروژو څخه د هر اړخیزې څېړنې په موخه وټاکل شي او خپلې موندې دې د قراردادونو د تفکیک او تصفیې کمېټې ته وړاندې کړي.

دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.