د کابينې ۱۷مه غونډه؛ د اوبو د تصفيې او ضايع کېدو مخنيوي په اړه بحث وشو

د کابينې ۱۷مه غونډه؛ د اوبو د تصفيې او ضايع کېدو مخنيوي په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اولسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «شعبان المعظم ۸مه/ سلواغې ۳۰ مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، له اجنډا سره سم په هېواد کې د اوبو د ضايع کېدو مخنيوي په اړه هر اړخيز بحث وشو او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه ناستې او څېړنې وکړي او وروستی ګزارش د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اوبو د تصفيې شرکتونه دې له ښارونو لرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفيې لپاره کار وکړي.

 

 د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.