د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرپرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۳مالي کال لپاره د سلام مخابراتي شرکتونو د سايټونو لپاره د اړتيا وړ يو قلم ډېزل تېلو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍشمېره : NPD/AT/1403/G-40/NCB
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې د درج شوي رقم له مخې.
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۲کال د کب ۲۱مه، له غرمې مخکې 09:00 بجې.
ایمیل: npd.bidding3@gmail.com
داړيکې شمېره: 0202143274
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.