ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت اړوند دوه پروژو افر پرانيسته وکړه

ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت اړوند دوه پروژو افر پرانيسته وکړه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت اړوند د دوه پروژو افرپرانيسته د ۶۳ داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره کړه.
دا غونډه چې نن دوشنبه(شعبان المعظم۸مه/کب ۳۰مه) جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس مولوي محمدحنان حقاني او د ملي تدارکاتو رياست د بررسۍکمېټې رئيس مفتي سید بشيرشاه هم ګډون کړی و او د ملي دفاع وزارت د ۱۴۰۳ لمريز کال لپاره د اړتيا وړ (۱) قلم مايع ګاز او (۱۳) قلمه حبوباتو د تدارکاتو پروژې ترسره شوې.

د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس د داوطلبو شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او ويې ويل اسلام، مسلمانان حلال رزق ګټلو او پانګونې ته هڅولي دي او د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې له سوداګرو او پانګوالو څخه هر اړخيز ملاتړ کوي.

ښاغلي حقاني زياته کړه په اسلامي امارت کې تبعيض، قوم پرستي او تعصب ځای نه لري او د اسلامي امارت دروازې د ستونزو حل په موخه د ټولو سوداګرو پرمخ پرانيستي دي او زياته يې کړه چې په اسلامي امارت کې غلا، خيانت او فساد وجود نه لري او خپلو خلکو ته په ښه توګه خدمات وړاندې کوي.