مولوي سيف الدين تائب؛ اسلامي نظام د ولسونو په همکارۍ او قربانۍ قايم شوی

مولوي سيف الدين تائب؛ اسلامي نظام د ولسونو په همکارۍ او قربانۍ قايم شوی

د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدين تائب د ننګرهار ولایت له قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دا غونډه چې نن یکشنبه(شعبان المعظم ۷مه/سلواغې ۲۹) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدين تائب پخپلو خبرو وويل چې اسلامي امارت د ولسونو په همکارۍ او قربانۍ قايم شوی او په سختو شرایطو کې يې ولسونو د مجاهدينو ملاتړ او همکاري کړې ده.
همدارنګه د چارو ادارې د امارت چارو د انسجام مرستيال وویل چې د اسلامي امارت رهبري تل د هېواد د قومونو ترمنځ د یووالي هڅه کوي او د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی هدایت دی چې د خپلو خلکو د یووالي لپاره باید کار وشي.

په غونډه کې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وويل چې دا نظام په ډېرو سختيو او قربانيو راغلی دی او په وينا يې چې د پخوا په څېر اوس هم د اسلامي امارت په دفاع کې قربانۍ او همکارۍ ته چمتو يو.

يادو قومي مشرانو د ننګرهار ولایت يو شمېر ستونزې او مشکلات وړاندې کړل او د ستونزو حل په برخه کې يې له اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د امارت چارو د انسجام مرستيال قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړونده مسؤلينو سره شريکي شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.