د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي، د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرپرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت د اړتيا وړ د ۵۰۰ پايې KVA15 جنراتور او 7000 تختې لمریزو سولرو د تدارکاتو پروژه«۲ لاټه»
د داوطلبۍ شمېره: NPD/AT/1402/NCB/G-49
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې د ذکر شويو ارقامو له مخې
د افرپرانيستې نېټه: ۱۴۰۲ لمريز کال د کب مياشتې ۱۳ مه نېټه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک ادرس: npd.bidding2@gmail.com
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.