د پانګونې اسانتیا رئیس د باریک آب صنعتي پارک له دریو شرکتونو څخه ليدنه وکړه

د پانګونې اسانتیا رئیس د باریک آب صنعتي پارک له دریو شرکتونو څخه ليدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد د پروان ولایت باریک آب صنعتي پارک کې د سوپرکولا، سیستان کهن، او بوستان سبز تولیدي شرکتونو څخه ليدنه وکړه او د هغوی د تولید بهیر یې له نږدې وکوت.

نن چهارشنبه «شعبان المعظم دریمه/سلواغې ۲۵مه» د پانګونې اسانتیا رئیس د دې ليدنې په ترڅ کې د يادو شرکتونو فعاليتونه له نږدې وکتل او پانګوالو ته يې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د یادو فابریکو مسؤلینو د پانګونې اسانتیا رئیس او مل تخنیکي ټیم څخه مننه وکړه او د پانګوالو پر وړاندې ستونزې او په ځانګړې توګه د برېښنا کمښت يادونه وکړه او د حل غوښتنه يې وکړه.


انجينر احمد ضياء خالد د فابریکو مسؤلینو ته د تولیداتو پر مهال د نظافت او پاکۍ په پام کې نیولو سره وویل چې د شرکتونو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي.