د قرارداد ورکړې خبرتيا

د قرارداد ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب د جوزجان ولایت د آقچې پنځه ګونې ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ د ۵۵ قلمه برښنايي تجهیزاتو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/DABS/1402/G-035/NCB/REBID ده د همکار د سیم او کیبل د تولید شرکت ته چې ادرس یې هرات ولایت مرکز کې د وینې بانک سړک کې دی په مجموعي قیمت 80،079،877 (اتیا میلیونه، نه اویا زر او اته سوه او اوه اویا افغانیو په بدل کې ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.