د قرارداد ورکړې خبرتيا

د قرارداد ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د اړتيا وړ ۷۹ قلمه برښنايې او ودانيزو توکو د اول او دويم لاټونو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/Operation/1402/NCB/G-020،ده لاندې شرکتونو ته په قرارداد ورکړي:

لومړی لاټ: د پاور پينل توليدي شرکت چې د جواز نمبر يې 47893 دی او د کابل مرکز، د صنعتي پارکونو اوومه کوڅه کې موقعيت لري د (25,839,818.76) افغانۍ پنځه ويشت ميليونه، اته سوه نهه ديرش زره، اته سوه اتلس، اعشاريې شپږ اويا افغانۍ په مجموعي قرارداد ورکړي.
دويم لاټ: اشعه رنګين لميټډ شرکت چې د جواز نمبريې 3298-32 دی او د هرات مرکز ، د حمل ۲۹مه څلور لارې کې موقعیت لري د (52,513,424) افغانۍ دوه پنځوس ميليونه، پنځه سوه او ديارلس زره، څلور سوه څلور ویشت افغانیو په بدل کې ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.