د چارو ادارې اړوند ودانيو کې د شپږو ژورو څاګانو کېندنه پيل شوه

د چارو ادارې اړوند ودانيو کې د شپږو ژورو څاګانو کېندنه پيل شوه
د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو ساتنې او څارنې رياست له لوري د کابل په دارالامان ماڼۍ، پارلمان ودانۍ، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټيټيوټ او تخنيک او ټرانسپورټ رياست کې د شپږو ژورو څاګانو د کيندنې چارې پيل شوې.

د دې څاګانو د کيندنې پرانيسته چې نن پنجشنبه (رجب المرجب ۲۷مه/ سلواغې ۱۹مه) د دارالامان ماڼۍ څخه وشوه، د ودانيو د ساتنې او څارنې رياست مرستیال احمد ظفر مجددي وويل چې يادې څاګانې د چارو ادارې اړوند ودانیو کې اړتيا ته په کتو او په دې ودانیو کې د شنو ساحو د اوبه کولو لپاره کېندل کيږي، ترڅو دا ساحې زرغونې او ابادې وساتل شي.

نوموړي زياته کړه چې دا څاګانې چې د څلوېښت ورځو په موده کې به بشپړې شي؛ ۲۵۰ متره ژوروالی لري او دوه ميليونه افغانۍ بودجه ورته د چارو ادارې لوی رياست له عادي بودجې څخه ځانګړې شوې ده.

ښاغلي مجددي وويل چې د پلان شويو څاګانو د کيندنې موقعيتونه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معينیت له خوا تثبيت شوي دي چې اوس يې د کيندنې چارې عملاً پيل شوې.

د غه مراسم چې د قرانکریم په تلاوت پيل شول، د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.