د عدليې وزارت پخواني تعمير او حميد صرافي مارکېټ ترڅنګ ځمکو قرارداد په اړه غونډه وشوه

د عدليې وزارت پخواني تعمير او حميد صرافي مارکېټ ترڅنګ ځمکو قرارداد په اړه غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کميسيون د پرېکړې پر اساس د چارو ادارې لوی رياست، کور او ښار جوړولو، کانونو او پټروليم وزارتونو او کابل ښاروالۍ استازو ترمنځ د کابل ښار د عدليې وزارت پخواني تعمير او حميد صرافي مارکېټ ترڅنګ د ځمکو مشارکتي قرارادادونو پرنسيپ په اړه غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن چهارشنبه «رجب المرجب ۲۶مه/ سلواغې ۱۸مه» د چارو ادارې لوی رياست د مقام په دفتر کې جوړه شوې وه چې په کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کانونو او پټروليم وزارت معين شيخ الحديث مولوي ضياء الرحمن مدني، د کابل ښاروالۍ معاون مولوي محمد خالد سجستاني ګډون کړی و.
په غونډه کې له اجنډا سره سم د موضوع په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شول او ورپسې د يادې موضوع په بېلابېلو برخو بحث وشو، ترڅو دا قراردادونه له شرعي اړخه په دقيق ډول وڅېړل شي او په دې برخه کې شته ستونزو ته د شريعت په چوکاټ کې د حل لارې ولټول شي.
همدا راز په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دا موضوع دې، د عامه او خصوصي مشارکت د اصولو او قوانينو له مخې هم وڅېړل شي او وروستی ګزارش دې په دې اړه بلې غونډې ته وړاندې شي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.