فيروز: نړيوال بانک دې افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي

فيروز: نړيوال بانک دې افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس حاجي عبدالقاهر فيروز د يو اين هبيتات مؤسسې له اجرايوي مسؤل «بين فلاور» سره د همغږۍ غونډه کې په دوامداره همکارۍ ټينګار وکړ.

دا غونډه چې نن چهارشنبه «رجب المرجب۲۶مه/ سلواغې ۱۸مه» د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ ښاغلي حاجي عبدالقاهر فيروز پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د يو اين هبيتات د تېرو فعاليتونو مننه وکړه او په راتلونکې کې يې د نورو همکاريو غوښتنه وکړه.

ښاغلي فيروز په دې‌ ناسته کې له يو اين هبيتات څخه وغوښتل چې د هېواد په هغو سيمو کې چې ډېره اړتيا ده او د ښارواليو عوايد يې لګښتونه نشي پوره کولی؛ کار وشي او بودجه په اقتصادي او اساسي پروژو مصرف شي.

همدا راز ښاغلي فيروز د يادې مؤسسې استازي ته وويل چې ستاسو له لارې نړيوال بانک ته پيغام ورکوو ترڅو په افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي.

په غونډه کې د يو اين هبيات استازي «بين فلاور» په هېواد کې د وروستو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې په راتلونکي کې به هم د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست سره په همغږۍ خپل فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړي وويل چې يو اين هبيتات د خلکو اړتيا ته په کتو د کار هوډ لري، ترڅو د خلکو ستونزې حل او پروژې په اساسي توګه ترسره شي.

دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.