د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د شهيدانو او معلولينو وزرات په استازيتوب د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي الکترونيکي سيستم د اړتيا وړ ۲۱قلمه وسايلو د تدارکاتو پروژه (درې لاټه) چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MMD/1402/NCB/G-18 ده، لاندې شرکتونو ته ورکړي.
لومړی لاټ: د افغان ټکسار لميټډ شرکت چې د جواز شمېره يې 13887-0101 ده او د کابل شهرنو حنظله مسجد ته مخامخ موقعيت لري په (39,954,000) نهه ديرش ميليونه، نهه سوه څلورپنځوس زره افغانۍ.
دوهم لاټ: د گرانډ ریسورز ټکنالوژۍ شرکت« اس ډي این بي ايچ ډي» ته چې د جواز شمېره D-26650 ده او د کابل ښار لسمه ناحيې اړوند شهرنو د حاجي يعقوب څلور لارې ته څېرمه کابل بزنس سنټر ۴منزل ۴۰۷ اطاق کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت(7,326,917) اووه ميليونه، درې سوه شپږويشت زره، نهه سوه اوولس افغانۍ په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.