د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د اسلامي ملي اردو د مرکزي او ساحوي جزوتامونو او قول اردوګانو د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د (۱۲) قلمه د اړتیا وړ ترکاري باب (۹ لاټه) د تدراکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1403/NCB/G-10
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې د درج شويو ارقامو له مخې.
د آفر پرانستې ناسته: د 1402کال د سلواغې ۲۹ مه له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.