د څارنې او پاليسۍ مرستيال؛ د مشرتابه له لوري سپارل شوی مسؤليت بايد په صداقت ترسره شي

د څارنې او پاليسۍ مرستيال؛ د مشرتابه له لوري سپارل شوی مسؤليت بايد په صداقت ترسره شي
د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني له لوري د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست د ملکي چارو مرستيال مولوي محمد نبي نجات چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس ټاکل شوی و، د ياد رياست مسؤلينو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
په دې اړه غونډه چې نن پنجشنبه (رجب المرجب ۲۰مه/ سلواغې ۱۲مه) د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د دې رياست مسؤلينو او کارکوونکو هم ګډون کړی و.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني د ښاغلي مولوي محمد نبي نجات د ټاکنې په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی حکم ولوست او پخپلو خبرو کې يې وظيفه يو مسؤليت وباله او زياته يې کړه چې هر څوک په امارتي ادارو کې ټاکل کيږي، هغه د الله تعالی او ولس پر وړاندې مسؤل دی او بايد چې خپل مسؤليت په صداقت ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې مولوي محمد نبي نجات چې تر دې وړاندې د ۲۰۵ البدر قول اردو د همغږۍ د مسؤل په توګه دنده ترسره کوله، چې اوس د عاليقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست د ملکي چارو مرستيال په توګه وټاکل شو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.