د پانګونې اسانتيا رئيس د « ميهن سټيل» له فابريکې څخه ليدنه وکړه

د پانګونې اسانتيا رئيس د « ميهن سټيل» له فابريکې څخه ليدنه وکړه
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد د يو تخنيکي پلاوي په مشرۍ نن چهار شنبه (رجب المرجب ۱۹مه / سلواغې ۱۱مه) په داسې حال کې چې د «ميهن سټيل» فابريکې رئيس قاري حيات الله نظري يې هم ملتيا کوله؛ ليدنه وکړه .
په دغه ليدنه کې د «ميهن سټيل» فابريکې مسؤلينو د پانګونې اسانتيا رئيس او مل تخنيکي ټيم ته هرکلی ووايه او د فابريکې د فعاليتونو په اړه يې معلومات ورکړل، دوی وويل چې په خپلو توليداتو کې د اسلامي امارت له لوري وضع شوي اصول او معيارونه په پام کې نيسي او زياته يې کړه چې د خلکو رضايت يې د کارونو لومړيتوب دی او همدا لامل دی چې د « ميهن سټيل» فابريکې توليدات معياري دي.
په ورته وخت کې د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد د فابريکې مسؤلينو ته د ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې سوداګر کولی شي چې خپلې ستونزې د حل په موخه د پانګونې اسانتيا رياست سره شريکې کړي.
د«ميهن سټيل» فابريکه د افغانستان د اوسپنيزو توکو د توليد له فابريکو څخه شمېرل کېږي چې له ۱۳۹۶هجري لمريز کال راهيسې فعاليت لري او اوس نږدې ۵۰۰ تنه هېوادوال په کې په کار بوخت دي.