د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب د اړتيا وړ د CUMMINS MTU، CAT د ډيزلي جنراتورونو، د فلټربات، روغنياتو او پرزه جاتو د تداکاتو (درې لاټه) پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/Operation/1402/NCB/G-002 ده لاندې شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.
لومړی لاټ: د مجتبی علي د سرک جوړونې او ساختماني موادو د توليد شرکت چې د جواز شمېره يې D-27345 ده او د ننګرهار مرکز، جلال اباد ښار کاروان پلازې ۲۵ اطاق کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت (47,164,814.28) اوه څلوېښت ميليونه، يو سل او څلورشپېته زره، اته سوه څوارلس اعشاريه اته ويشت افغانۍ
دوهم لاټ: د وحيد فهيم شرکت لميټيډ، کال ته چې د جواز شمېره يې 0101-19635 ده او د کابل ښار لومړۍ ناحيې دهن باغ زنانه سرک کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت(20,457,798.52) شل ميليونه، څلور سوه اوه پنځوس زره، اوه سوه اته نوي، اعشاريه دوه پنځوس افغانۍ.
دريم لاټ: د وحيد فهيم شرکت لميټيډ، کال ته چې د جواز شمېره يې0101-19635 ده او د کابل ښار لومړۍ ناحيې دهن باغ زنانه سرک کې موقعيت لري، (3,630,901.48) درې ميليونه، شپږ سوه دېرش زره، نهه سوه يو، اعشاريه اته څلوېښت افغانۍ.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.